2023-03-24 03:48:37
*د خپګان سره د مبارزې لپاره 10 ساده تخنیکونه:*
*۱- هېڅکله په کور کې له څو ساعتونو زیات یوازې مه اوسئ.*
*۲- کله چې مهمې پرېکړې کوئ، له هغه چا سره مشوره وکړئ چې په دې برخه کې تخصص/تجربه ولري.*
*۳- خپل سهار ښه وخورئ، د بېلګې په توګه له بستره وختې پورته شي او وختې ویده شي ، سهار تمرین وکړئ او عبادت وکړئ، شاور وکړئ، که څه هم زړه مو نه وي،د لمر رتپورته کیدو وروسته خوب مکوئ.*
*۴- د امکان تر حده د درملو، نسوارو،سګریټو او الکول له منظم استعمال څخه ډډه وکړئ.*
*۵- که اشتها مو له لاسه ورکړې وي، نو ځان مجبور نه کړئ چې پوره خواړه وخورئ،ځومره چې مو زړه وي هغه اندازه خواړه وخورئ.*
*۶- رواني او هڅونکي کتابونه ولولئ. د خپګان د درملنې لپاره په نړۍ کې یو له غوره رواني کتابونو څخه یو راز په نوم کتاب دی "چې پښتو ژباړه شته".*
*۷- که په نیمه شپه له خوبه پاڅېږئ،بیرته کوښښ وکړه چې سمدستې ویده شي او خپل نورمال خوب وکړي .*
*۸- هره میاشت په منظم ډول د ویټامین ډي لرونکي خواړه وخورئ.*
*۹- ځان ته فرصت ورکړئ چې په فزیکي او ذهني توګه استراحت وکړئ.*
*10- له خوشحاله او ځواکمن خلکو سره ودریږئ، یا د سپورت یا هنر ګروپونو سره یوځای شئ.*
305 viewsWafadar, 00:48